اقتصاد، تمدن او فرهنگ
دستگېر خروټی دستگېر خروټی

د وروسته پاتې والی عامل  په پرون کي د انسان او د انديښنې ايسارول دي

اوس دا خبره په روښانه توگه څرگنده شوې چي په اقتصاد او اقتصادي پرمختگ باندي فرهنگ، مذهب، دودونه او رواجونه ژور تاثير لرې. د دواړو پرمخ تللېو هيوادونو او د وروسته پاتې هيوادونو تجربې ددې خبرې پېاوړی ثبوت ورکوي. هميشه دا پوښتنې منځ ته راځې ولې جاپان مخ ته تللی او افغانستان وروسته پاتې دی؟ ولې جنوبې کوريا مخ ته تللې او اېران شاته پاتې دی؟ ولې هند په چټکي سره وده او پرمختگ کوي خو پاکستان وروسته پاتې ده؟ دې پوښتنو ته معمولې ځواب دادي چي دا وروسته پاتې والی د استعمار پايله ده. دا ډول يو ځواب يوازي په افغانستان کي نه، بلکي په نورو هيوادونو کي معمول دی. په عمل کي دا ځواب دومره زوړ دی     لکه چي استعمار زوړ دی. خو ددې تر څنگ د ټولنې په ټولنېز او فرهنگې جوړښتونو کي د پرمختگ په وړاندي شته خنډونه هم په گوته شي، کوم چي د وروستې پاتې والې اصلې لاملونه جوړوې. په استعمار د ټولې  پړې ورغورزول د خپلو ټمبليو او د پرمختگ په وړاندي په ټولنه کي د پرتو خنډونو د پټولو هڅه ده. هنکانگ هم مستعمره وه. چېن چي په نړۍ کي تر ټولو چټکه اقتصادي وده لرې هم مستعمره وه. هندوستان چي د نړۍ په يوه لوی ځواک بدلېږې هم مستعمره وه او له موږ څخه يې ٢٦ کاله وروسته خپلواکې تر لاسه کړه.

ناپوهې د بنسټ پالنې او استبداد د توجيې وسيله ده.

همدا دم چي نړۍ په سارې توگه د علم او تکنولوژې په مټ د بدلونونو او پر مختگ لاره وهې او هره ورځ نوې او نوې لاس ته راوړنې لرې خو په افغانستان او په تېره ددي هيواد په جنوبې او جنوبې شرقي برخو کي ښوونځې سوزول کېږې، ښوونکي او زده کونکي وژل کېږې. د اقتصادي او د جوړولو د کار مخه نيول کېږې. انجېنران، مهنديسان، ډاکتران ... تښتول کېږې او بيا د جوړولو او اوبادولو په گناه ورڅخه سرونه پرې کېږې.  ملا او طالب بيا په دي هکله خپلو  ټولو عملونو ته د اسلام  په نوم قانونيت ورکوي. له ښوونځيو او زده کړو پرته د اقتصادي پرمختگ تصورهم کيداي نشي. يوه ناپوه سړی نه يوازي ايجادکونکی او ابتکارکونکی نه دی، بلکې يو خپلواک سړی هم نه دی. يوه ناپوه سړی  په هميشنې توگه په نورو پورې تړلی يو سړی دی. همدا اوس ملا ــ طالب د ښوونځيو په سوزولو سره په تېره بيا د پښتنوله راتلونکو نسلونو څخه پوهه، خپلواکې او خپلواک شخصيت اخلې.  دا چلند له لسگونو زرو انسانانو څخه د فکر کولو، ارادې او انديښنې خپلواکې اخلې او هغوې په نورو پوری تړلې، نور به یې لارښوونه کوي او په نورو پسي به ځي.  دوې به د خپل کور او سیمې د جوړولو په کار کی هم نورو ته اړ وي او د نورو په انجنېرانو او کار پوهانو پسی به گرزې. دا کارپوهان به هم پیسې غواړې او دا پيسې به له کومه راځې؟ 
ددې لوې تراژیدې او وروسته پاتی والې پړه به د کوم استعمار! او د چا په غاړه وې او دې ته به د ملا او طالب ځواب څه وې؟
هغه ماشومان چي همدا اوس يې د زده کړې او روزنې حق اخستل کېږې لوېږې، شل کلن، پنځویشت کلن ...کېږې او په طبعی توگه د ژوند له ناخوالو، غوښتنواو ستونزو سره مخامخ کېږې. هغه به هرومرو له ځانه پوښتنه کوي او دا حالت به يې په همیشنې توگه ځوروي. له ما څخه چا او ولې د زده کړې او پوهي حق واخيست او د ما د ناپوهی پړه د چا په غاړه دی؟
 يو ناپوه سړی نه يوازي د ټولنې او نورو په هکله پوهه نه لرې، بلکې د خپل ځان او په ټولنه کي دخپل ځای او خپل رول په هکله هم پوهه نه لرې. د ستونزو په حل کي لمړنی ضرورت د ځان او د خپل توان پېږندنه ده. هغه وگړی چي پوهه ونه لرې څه ډول کولاي شي د يوه خپلواک وگړی په توگه خپل شخصيت خپل خپلواک شخصيت ته وده ورکړې او څه ډول کولاي شی د ټولنې د جوړښت او پرمختگ په کارکي برخه واخلې. ټولنه او پرمختگ د رخشتو او د ډبرو په ماتولو تکيه نه کوي او نه ټولنه د وځونو او د لرگيو په راوړلو تودېږې.
هغه افسانې او هغه فکرې سيستمونه چي له يوې خوا د ډار او له بلې خوا د کرکې او نفرت په بنياد جوړې شوې په دېره اسانې  له ناپوهانو څخه هم د کرکې او هم د ډار لښکرې جوړولاې شې او ددې ډول لښکرو د وژلو او ړنگولو ځواک د بل هرشی په پرتله لوی او خطرناک دی. په بل عبارت دا د غولول شويو يو لښکردی چی غولونکي او ځان پالونکي یې لارښوونه کوې.
ناپوهی يوه زړه او د قبيلوی دوران مال دی، چېرې چی فکرونه، قضاوتونه او چلندونه د افسانو او عام کولو په بنیادونو جوړ شوی دي. دا ډول تفکر د قبیلوی ژوند په ټولو برخو کي واکمن تفکر دی او له هېڅ شی سره په مشخصه او ځانگړې توگه او يا په بل عبارت له شيانو سره د هغوې د ځانگړتياو په بنياد تلنه نه کېږې. زه کله کله ليکم او په دی باور هم لرم چي په افغانستان کي او همدارنگه د روشنفکرانو په منځ کي د بل هر تفکر په پرتله ترايبالېزم پېاوړی او واکمن تفکر دی. د بیلگې په توگه د یوه سړی يا د یوې وړې ډلې په جنايت کولو سره يو قوم تورن کېږې او یا يوه سیمه تورنه کېږې چېرې چی په میلیونونو انسانان ژوند کوي. له ترایبالېزم پرته کوم بل تفکر شته دی چي  د يوه قوم او د یوې سېمې د د وښمنې نیولو منطق توجيه کاندي. دا بې له شکه يو ترایبالیستې او گواښونکی تفکر دی، کوم چي د پوهې په ځای په ناپوهې ډډه لگوې اويا دا هماغه د ډار او کرکې په بنیاد جوړ شوی تفکر ته پاتې کېږې.
د سياست او سیاسي فرهنگ په ډگر کي هم ورته حالت واکمنې کوې. دلته هم په دولت کی او له دولت څخه د باندي د لورو انرژې، امکانات او ظرفیتونه د کار کولو په ځای او د ټولنې په ځای د يو بل د کمزوري کولو او خنثې په کار لگول کېږې.  
     په ټولنه کی دا په خپله انسانان نه دي چي د پرمختگ او پوهی په مخالفت کی را پورته کېږې، بلکې هغه تفکر او دودونه دي، کوم چی له پرمختگ څخه د وېرې او ډار په بنياد له پرمختگه کرکه کوی او د هغه په ضد جگړې ته راوزې. لکه چی یاده شوه همدا ډول تفکر او دودونه له هغوې څخه چي د انديښنې، تفکر او د ارادې خپلواکې نه لرې او د خپل عقل  په کار اچولو کي پاتې راځې خپلې لښکرې چمتو کوی او ورباندي خپل زاړه سنگرونه ساتې.
په یوه ټولنه کي د اقتصاد پرمختگ، هوساینه او نيکمرغې د ټولو د کار کولو ضرورت منځ ته راوړې هم ښځه او هم نر بايد کار وکړې. دلته په دنمارک کي د بيکارې کچه د څلورو ٪ په شاوخوا کي دی. ددې خبرې معنی دادی چي دلته ټول کار کوي. دلته دواړه نر او ښځه کار کوي. دلته نه مذهب، نه دود او نه کوم رواج له کار کولو څخه د ټولنې ددې او هغې برخې لاس نيسې. دلته نيکمرغې او هوساينه په کار کولو کي دی. دلته سره ددې چي ټولنېزه هوساينه شته دی او د ضرورت په وخت کي تولنېزې او نغدې مرستې ورکول کېږې، خو کمونونو خلک کلک نيولې چي ځانونو ته کار پيدا کړې او کار وکړې.
 کله چي په افغانستان کي د طالب واکمنې وه د ټولنې  نېمې برخه د مذهب په نوم له کار کولو څخه لرې وساتل شوه او همدا اوس هم په افغانستان کي د ښځو د کار کولو په وړاندي لوې ستونزې او لوی خنډونه شته دي.
    په يوه هيواد کي اقتصادي پرمختگونه په فرهنگې برخه کي د نويو آرزښتونو د منلو ضرورت منځ ته راوړې. که ددې آرزښتونو او په فرهنگي برخه کي د بدلونونو ضرورت درک نشي اقتصادي پرمختگ هم وروکېږې. د اقتصادي پرمختگ او ترقې له پاره ټولنه دې ته اړه ده چي د نويو آرزښتونو منلو ته غاړه کېږدې او ورسره جوغت هغه فرهنگې برخې يا دودونه چي د پرمختگ مخه نيسې ورته په مخه ښه ووايې. د لته د نويو آرزښتونو د منلو مانا دا نه دی چي د ټولنې عادتونو او فرهنگ نفې شي، بلکې موخه د علم او عقل په بنيادونو د يوه داسي حالت او څرنگوالې ايجاد کول دی چي د پرمختگ په لور هڅې گړندې او پراخې شي. اقتصاد او اقتصادي ډگر د عقل، تجربو، ازمايشونو او بيا بيا کتنو ډگر دی. د اقتصاد ډگر د تکرارې او تقليدې فکرونو په ځای د بدليدونکو او پرمختلليو فکرونو ډگر دی.  اقتصاد او اقتصادي ژوند تر هر څه ړومبی په سياليو ولاړ دی. چېرې چي هر څه يو شان  او سيالې نه وې هلته وړاندي تگ او پرمختگ هم نشته دی. همدارنگه  په تکنولوژې کي، په صنعت کي، د کاليو او په تېره بيا د الکترونيک شيانو او له دي جملې د کمپيوتر په جوړولو کي نه په خرافاتو تکيه کېږې او نه څوک په دې برخه کي د زړو عادتونو او د د دودونو پېروې کوې.
په افغانستان کي  له پخوا تمدن افغانې سنتې ټولنې ته لاره پيدا کړې او په ټولنه کي د تمدن او سنت تر منځ تضاد فکري او روانې بحران هم را منځ ته کړی دی او تر څو چي همدا تضاد حل شوی نه وي په تېره بيا په روانې او فکري برخو کي به دا بحران همداسي روان وي. دا بحرانې حالت يوازي د افغانې ټولنې ځانگړتيا نه دی، نورو ټولنو يا ورته حالت تېر کړی او يا همدا اوس ورسره مخامخ دي. غرب د پرمختگ په کار کي نه يوازي له فيودالې اقتصاد سره خپل اړيکې پري کړې، بلکې د هغه  دودېزو جوړښتونو ته يې هم په مخه ښه وويل.  په  دنيا کي ازلې، بشپړ او نه بدليدونکی فرهنگ او دودونه نه پيدا کېږې، دا هغه څه دي چي بدلېږې. که موږ غواړو او که نه غواړو فرهنگ بدليدونکی او بايد بدل شي. يو ځل بيا يادونه کوم چي تمدن د ټولنې د سنتې جوړښت د نفي کولو او له منځه وړلو په معنې نه دی.  هغه څه ته چي د انسان د تارېخ او هويت بنياد جوړوي  په مخه ښه نه وويل کېږې. دلته هغه څه ته په مخه ښه ويل په کار دی چي د پرمختگ او د انسان د هوساينې په وړاندي درېږې. دلته هغه څه ته په مخه ښه ويل په کار دي چي له انسانانو قربانې اخلې، هغوې او د هغوې ازادې او حقونه په یرغمل نيسې او له هغو دودونه سره په مخه ښه کول په کار دی چي وخت یې تېر شوی.  نورو نه بايد انسان او د هغه انديښنې په همدا ډول دودونو کي ايسارې پاتې شي. انسان او اندیښنې یې مخته ځي.  په پرونيو او تنگو دودونو او رواياتونو کي د هغوې ايسارول له انسان او د هغه له فطرت سره جفا او خيانت کول دي.

 تمدن او دموکراسي فرهنگي يرغل نه دی

يو شمېر چي له پرون څخه د ځان ژغورولو په کار کي پاتې راغلې دي.  تمدن او دموکراسي ته  د فرهنگې يرغل په سترگه گوري دا ډول يو چلند له يوې خوا د تمدن او دموکراسي او له بلې خوا د فرهنگ د نه پېږندلو په معنې دی دموکراسي او تمدن  فرهنگې يرغل نه دی. تمدن او دموکراسي  د نوی تفکر، د نويوانديښنو، د فکرونو او انديښنو د خپلواکې، د پرمختگ،  تکنولوژی، د فردي ازادی او د خلکو په وسيله په واک او حاکميت له څارنې او کنترول درلودلو څخه عبارت دی. هيڅوک ددې مخالف نه دی چي انسان او انديښنه دي ازاده او خپلواکه نه وې. څوک نه غواړې چي په خپل ژوند او په ځان دي واکمن نه وي، څوک نه غواړې چي د خپلې ارادي او خپل وس په بنياد انتخاب و نه کړې. څوک نه غواړې چي له نورو سره په برابري کي د سياست او واک په کار کي گډون ونه کړې.        
      د افغانې ټولنې  په واکمن فرهنگ کي د افراط، ساده کولو، غورو کولو، تقدېر، قسمت، تمبلې او راحت غوښتنې هغه عناصر او يا هغه څه دي چي د پرمختگ له چارې سره مرسته نه کوي. افراطيت او ساده کولو په ټولنه کي يو دوه گونی چلند، دوگونی تفکر، کوم چي يوازې دوه خواوې لرې، کوم چي شيان، پيښې او نړۍ هم په دو برخو ويشې را منځ ته کړی دی. په دی چلند او په دی ډول تفکر کي درېمه لاره او يا درېم الترناتيف نشته دی. دا دوه گونې يا دواليستې چلند په طبعې توگه مذهبې ځانگړتيا او ملاتړ هم لرې،  خو په عمل کي داسي نه دی پيښې او شيان ډېر لوري او ډېر اړخونه لري. دلته درېمه لاره، درېم بديل او درېم الترناتيف هم شته دی، کوم چي د دگمونو او عادتونو په ځای د عقل، څېړنو، ازمايش او علم پوسيله تر لاسه کېږې. شيان داسي نه دي چي ليدل کېږې، پيښې هم هغه شان نه دي چي ښکاری. د شیانو او پيښو پېږندنه  ايجابوې چي د هغوې او د هغوې د محتوا او د هغوې  اصلې لوری پيدا او په گوته شي. موجود حالت د نصيب او قسمت  په بنياد د يوه نه بدليدونکی حالت په توگه منل بې له شکه ټولنه د ټمبلې او انتظار په لور ټيله کوي. موجود حالت نه داېمې دی او نه همیشنی دی، هغه بدليدونکی دی او بايد بدل شي.
که په ټولنه کي د بدلونونو مخالفت کېږې او په هره بيه د موجود حالت د ساتلو هڅې روانې وي. دا ډول چلند به په ټولنه کي يو چاوديدونکی حالت منځ ته راوړې.  شورشونه، انقلابونه او وسله وال ټکرونه هم د همدا ډول يوه حالت پايلې دې. ټولنه د یوه ژوندی ارگانېزم په توگه بدلون ته ضرورت لرې او بدلېږې. يوازي هغه ټولنې د شورشونو، جگړو او انقلابونو مخه نيولې شي چی په همشنې توگه بدلون مومې، د بحرانونو د حل کولو وس او توان ولرې.
نور بيا


September 23rd, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات